د سفیر پیغام

قدرمندو کتونکو،
زه تاسې ته په سویس کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت او په ژنیو کې مېشت د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو لپاره د دایمي نمایندګۍ ویب پاڼې ته د زړه له کومې ښه راغلاست وایم.
افغانستان د ملګرو ملتونو د ۵۲ بنسټ ایښودونکي هیواد په توګه په کال ۱۹۴۶ کې د نوامبر د میاشتې په ۱۹ نېټه خپل غړیتوب ترلاسه کړی. افغانستان له هغه وخت راهیسی دملګرو ملتونو د منشور سره سم،  د بشریت لپاره د نړیوال امنیت او سولې ساتلو کې،  انساني ارزښت او وقار لپاره په اساسي بشري حقوقو باندې ودریدلو ، د  نارینه وو او ښځو او د کوچنیو او سترو ملتونو  د مساوي حقونو تائیدولو سره خپله ژمنتیا ښودلې. په همدې توګه، په ژنیو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت دایمي نمایندګي د  افغانستان او ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو غړیو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ لپاره د رغنده ښکېلتیا خونه ده.
د افغانستان او سویس رغنده او دوستانه دوه اړخیزی اړیکې په ۱۹۲۸ کال کې سویس ته د اعلیحضرت غازي امان الله خان د سفر څخه را پدیخوا پیل شوي. په سویس د افغانستان د اوسنۍ سفیرې په توګه دا ماته د افتخار او خوښۍ ځای دی چې د دواړو هیوادونو اړیکو ته وده ورکړم.
دغه ویب پاڼه د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د نوامبر په میاشت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت  د دایمي نمایندګۍ، سفارت او دا قونسلۍ د خدمتونو په اړه د مالوماتو د شریکولو په موخه منځ ته راغلې ده. تاسې یادې ویب پاڼې کې د افغانستان د حکومت ګټور لینکونه او په ژنیو-سویس کی مېشت د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو ویب پاڼو ته لاسرسی شئ.
ویب پاڼې ته ستاسې په راتګ او د استفادې څخه مو منندوی یم.

په درنښت

ثریا دلیل

په ژنیو کې مېشت ملګرو ملتونو اونړیوالو سازمانونو ته د افغانستان اسلامي جمهوریت دایمي استازې
په سویس کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیره